سیمه ییز چارواکو بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ۸ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون یکشنبې د وږي ۱۰ مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په امام صاحب کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي، ولسي وګړي د چمتال له امام صاحب کلي د مرکز مزارشریف پر لور روان و، چې لار کې یې موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین باندې ختلی دی.
نوموړي زیاته کړه، په سراچه موټر کې ټول سپاره اته کسان په دغه چاودنه کې وژل شوي دي.
د بلخ د والي ویاند وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و، خو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د چمتال ولسوال هم د دغه چاودنې پخلی کړی ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې یوه ښځه او ۷ نرینه وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د فراه اناردره ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.
ځايي چارواکي وايي، وژل شوي کسان د اناردرې د امنیه قوماندان د کورنۍ غړي و، چې د طالبانو په اېښودل شوي ماین کې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:بلخ