۰

د ننګرهار د وچ کوټ سیمه له داعش وسله والو پاکه شوه

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیاتو او له دې ډلې د وچ کوټ سیمې د پاکېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار د وچ کوټ سیمه له داعش وسله والو پاکه شوه
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیاتو او له دې ډلې د وچ کوټ سیمې د پاکېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، افغان ګډو ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې اچین کې د داعش ضد چاڼیز عملیات پیل کړي.

نوموړي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د دې چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د اچین ولسوالۍ د وچ کوټ سیمه له داعشیانو په مکمل ډول پاکه شوې ده.

د والي په وینا اوس داعشیان یوازې د بانډر په سیمه کې په محدود ډول شتون لري، چې پر وړاندې یې عملیات روان دی او ډېر ژر به دغه سیمه هم ترې پاکه کړی شي.

ښاغلي میاخېل زیاتوي، چې د وچ کوت په نیولو سره به د اچین ولسوالۍ په امنیت کې هم ښوالی راشي او دغه راز به یې د لا ښه امنیت لپاره د محلي پولیسو پوستې هم جوړې شي.

د ننګرهار والي له افغان ځواکونو سره په دې عملیاتو کې سیمه ییز پاڅونوال هم ګډون لري او عملیات په ښه توګه پر مخ روان دي.

خو نوموړي داعش ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي