۰

محمود خان اڅکزی: پاکستان کورنۍ جګړې ته روان دی

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
د پښتونخوا وتلی سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان کې بحران رامنځ ته شوی او کورنۍ جګړې ته روان دی.
محمود خان اڅکزی: پاکستان کورنۍ جګړې ته روان دی
د پښتونخوا وتلی سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان کې بحران رامنځ ته شوی او کورنۍ جګړې ته روان دی.

د جمهور آژنس د خبر له مخې ښاغلي اڅکزي زیاته کړې، چې د پاکستان اقتصاد کمزروی شوی، بیې لوړ، امنیت کړکېچن او خورا ډېر شوی، حکومت له زور زیاتي کار اخلي او سیاسي وضعیت ښه نه دی.

نوموړي ټینګار کړی، که حالت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده، چې په دغه هېواد کې کورنۍ یا داخلي جګړه ونښلي او حکومت یې چپه شي.

د اڅکزي په وینا که د عمران خان حکومت په همدې شکل دوام وکړي، خلک به یې پر ضد راپورته او دا حکومت به چپه کړي.

دغه سیاسي مشر ویلي د خلکو حق دی چې د خپلو ګټو مخالف حکومت چپه کړي.

هغه یو ځل بیا د پاکستان پر پوځ غږ وکړ، چې په سیاسي مسایلو کې دې مداخله نه کوي او د خلکو له ځورولو دې لاس په سر شي.

اڅکزي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د پاکستان نظامي حکومت په دې وروستیو کې زور زیاتي ته تشدد ورکړی او دغه زور زیاتی یې هم تر ډېره د پښتنو او بلوڅانو په ځانګړي دول د منظورپښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ سره دی.

له همدې امله د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی و، چې د پښتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي لړۍ نوره پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي