سېلابونو راوتلو د کابل – شمال لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده

11 سنبله 1398 ساعت 10:42

د کابل – شمال تر منځ لویه لار په سالنګ کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.


د کابل – شمال تر منځ لویه لار په سالنګ کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت چارواکي وایي، تېره شپه دغلته زیات باران ورېدلی او سخت سېلابونه راوتلي دي.

د چارواکو په وینا د سېلابونو له امله د کابل – شمال تر منځ غځېدلې لار په جنوبي سالنګ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

په ورته وخت کې چارواکي وایي، د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې هم د سخت باران او سېلابونه راوتلي، چې د یوه کور د چت لوېدو له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جبل السراج ولسوال سیف الله بیدرا هم د دغه خبر پخلی کړی ویلي یې دی، د سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 


د مطلب کود: 119948

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119948/

جمهور
  https://www.jomhornews.com