۰
خلیلزاد کابل ته رارسېدلی دی،

د قطر د خبرو جزیات یې ولسمشر غني سره شریک کړي

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رارسېدلی او قطر کې یې له طالب استازو سره د خبرو جزیات له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړي دي.
د قطر د خبرو جزیات یې ولسمشر غني سره شریک کړي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رارسېدلی او قطر کې یې له طالب استازو سره د خبرو جزیات له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون ناوخته له دوحې کابل ته راغلی او ارګ کې یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.

د ارګ سرچینې وايي، دواړو لورو پر سوله خبرې کړې او خلیلزاد له ولسمشر غني ته قطر کې له طالب استازو سره د خبرو جزیات ورکړي دي.

تر اوسه د دې خبرو بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو وړاندې خلیلزاد ویلي و، کابل ته به لاړ شوی او د دوحې د سولې خبرو جزیات به له افغان حکومت سره شریک کړي.

خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره تر نهم پړاو خبرو پای ته رسولو وروسته یوه ټوېټ کې لیکلي و، چې دواړې خواوې د داسې توافق په درشل کي دي، چې تاوتریخوالی به ورسره راکم شي او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به د خبرو زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي