پکتیا کې شوې چاودنه ځانمرګی و، هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

11 سنبله 1398 ساعت 12:02

د پکتیا ولایت د حوزوي روغتون مخې ته نن یوه درنه چاودنه وشوه، چې د چارواکو په وینا ځانمرګی بریدګر و او د پولیسو له خوا و ويشتل شو.


د پکتیا ولایت د حوزوي روغتون مخې ته نن یوه درنه چاودنه وشوه، چې د چارواکو په وینا ځانمرګی بریدګر و او د پولیسو له خوا و ويشتل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د وږي ۱۱ مه څه کم ۱۲ بجې مرکز ګردیز ښار کې د حوزوي روغتون مخې ته وشوه.

د پکتیا امنیه قومانداني وایي، پولیسو د ګردیز ښار بلندمنزلو سیمه کې حوزوي روغتون ته نېږدې یو ځانمرګی وپېژانده او ډزې یې پرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، چې دغه ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو په ډزو و وژل شوو چې ورپورې تړلو توکو یې چاودنه وکړه.

د امنیه قوماندانۍ د چارواکو په وینا په دغه برید کې یوازې ځانمرګی بریدګر وژل شوی او نور هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې قندوز کې یوه موټر بم ځانمرګي برید ۱۰ تنه و وژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.

په وژل شویو کې د قندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرورحسیني او په ټپیانو کې امنیه قوماندان ستانکزی هم شامل وو.

جمهورخبري آژانس:پکتیا


د مطلب کود: 119952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com