۰
پارلمان سایه:

ټاکنو ته شرایط برابر نه دي، سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۵
د سیوري پارلمان یا پارلمان سایه ځینې غړي هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وایي، ولسمشرۍ ټاکنو ته شرایط برابر نه دی او پر ځای یې باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.
ټاکنو ته شرایط برابر نه دي، سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي
د سیوري پارلمان یا پارلمان سایه ځینې غړي هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وایي، ولسمشرۍ ټاکنو ته شرایط برابر نه دی او پر ځای یې باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیوري پارلمان کې چې د پارلمان ځیني پخواني غړي راټول شوي نن دوشنبې د وږي ۱۱ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال هېواد کې د ناامنیو زیاتېدو ته اندېښنه وښوده.

دوی پر قندوز او بغلان د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې و ویل، چې په داسې یوه حالت سرتاسري ټاکنې امکان نه لري او خلک نه شي کولی د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.

د سیوري پارلمان مشر همایون همایون وايي، دوی په دې باور دي، چې ټاکنو ته شرایط نه دي برابر او که وشي نو هېواد کې به یوه بل بحران ته لار پرانیزي.

د هغه په وینا همدې ته په کتو باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه سولې ته لومړیتوب ورکړي او باور دی، چې افغان ولس به هم په غوڅ اکثریت ترې ملاتړ وکړي.

همایون د ملي یووالي حکومت پر مشرانو ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله نیوکه وکړه، چې دوی په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دي، خو قندوز، بغلان او فراه له سقوط سره مخ دي.

د ولسي جرګې دغه پخوانی غړی وایي، په ناامنه شرایطو کې د رایو مرکزونو ته د خلکو ته امکان نه لري او که سرتاسري ټاکنې ونشي، نو د ټاکنو شفافیت تر سوال لاندې راځي او هېواد کې به یو بل ناورین رامنځ ته کړي.

دغه راز د یاد پارلمان یو بل غړي صالح محمد سلجوقي هم د ملکي وګړو مرګ ژوبلې زیاتېدو ته په اندېښنې او اشارې و ویل، حکومت او نړیواله ټولنه باید سولې ته لومړيتوب ورکړي.

هغه پر حکومت او طالبانو دا غږ هم وکړ، چې د سولې پروسه کې د امتیاز اخستلو په موخه دې ولسي وګړي نه قرباني کوي، بلکې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې جګړی ودروي.

دغه راز د پارلمان بل پخواني غړي نذیر احمد احمدزي هم و ویل، چې تر ټاکنو وړاندې باید سولې ته ترجیع ورکړل شي، او په وینا یې که حکومت د ټاکنو په پلمه د سولې خبرې څندې ته کړي، د ملت له توند غبرګون سره به مخ شي.

نوموړي ټینګارو کړ، چې د افغان ولس لومړیتوب او غوښتنه سوله ده، نه هغه ټاکنې، چې نه به رڼې او نه به هم سرتاسري وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت وایي، دوی ته هم سوله لومړیتوب دی، خو ټاکنې هم باید په خپل وخت تر سره شي، ځکه یو واکمن حکومت کولی شي له طالبانو سره سوله وکړي، په داسې حال کې، چې د دې حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي