۰

خلیلزاد له طالبانو سره هوکړه لیک د افغان حکومت مشرانو ته سپارلی

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۹
د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار وحید عمر وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد له طالبانو سره د کېدونکې هوکړه لیک متن د افغان حکومت مشرانو ته سپارلی دی.
خلیلزاد له طالبانو سره هوکړه لیک د افغان حکومت مشرانو ته سپارلی
د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار وحید عمر وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد له طالبانو سره د کېدونکې هوکړه لیک متن د افغان حکومت مشرانو ته سپارلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد تېره شپه (د وږي ۱۰ مه) ناوخت له قطر څخه کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې وکتل.

ارګ او سپېدار مانۍ هم تایید کړې، چې خلیلزاد له ولسمشر غنی او ډاکتر عبدالله سره کتلي او له طالبانو سره د وروستیو خبرو جزیات یې ورسره شریک کړي دي.

په ورته وخت کې په عامه او ستراتېژیکه اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر په خپل ټوېټر لیکلي، چې خلیلزاد ولسمشر غني او عبدالله ته له طالبانو سره د دوی د هوکړلیک د متن یوه نخسه سپارلې ده.

ښاغلي عمر ویلي د امریکا او طالبانو تر منځ د دغه هوکړه لیک متن به د افغان حکومت له خوا اروزل کېږي او په اړه یې به یې د خلیلزاد له ټیم سره خبرې دوام ولري.

بل خوا دا هم ویل کېږي، چې خلیلزاد به له کابل څخه پاکستان او له هغه ځایه بیا بروکسل ته ولاړ شي او له پاکستاني او ناټو چارواکو سره به هم د سولې په اړه وروستي جزیات شریک کړي.

که څه هم خلیلزاد له ولسمشر غني او عبدالله سره د لیدونو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو قطر کې د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته یې په یوه ټوېټ کې ویلي، له طالبانو سره د سولې د یوې داسې هوکړې په درشل کې دی، چې پر مټ یې افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي