راپورونه وایي، قندوز ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه کاروان ځانمرګی برید شوی، چې مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه برید نن دوشنبې د وږي ۱۱ مه ماسپین درې بجې د قندوز شاهرا ټولۍ ته څېرمه د موتر په وسیله شوی دی.
په سیمه کې امنیتي سرچینې د برید پخلی کوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د خبر بشپړ جزیات به وروسته په لیکه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم قندوز ښار کې یوه ځانمرګي برید د امنیه قوماندانۍ د ویاند په ګډون ۱۰ تنه و وژل او د امنیه قوماندان په ګډون یې یو شمېر نور ټپیان کړل.
د هغه برید مسوولیت طالبانو واخیست خو د تازه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې نن د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې هم یو ځانمرګی برید وشو.
چارواکي وایي، بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا وژل شوی او چاودنه کې یې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
جمهورخبري آژانس:قندوز