۰

کابل کې د تراکتور بم برید مرګ ژوبله ۱۳۵ تنو ته ورسېده

سی شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د بهرنیو په یوه کمپ په موټر بم ځانمرګي برید کې ۱۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټول یې ملکي وګړي دي.
کابل کې د تراکتور بم برید مرګ ژوبله ۱۳۵ تنو ته ورسېده
کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د بهرنیو په یوه کمپ په موټر بم ځانمرګي برید کې ۱۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټول یې ملکي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه (د وږي ۱۱ مه) ۹:۵۵ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند کابل بای په سیمه کې شوی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، تراکتور بم ځانمرګي بریدګر په یاده سیمه کې د ګرین ولیج کمپ برید کړی، چې له امله یې ۱۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینه زیاتوي، په دغه برید کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي او د یاد کمپ مزدوران دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، برید په داسې یوه سیمه کې شوی، چې هلته نېږدې د خلکو کورونه دي او ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د برید ځای ته نېږدې د تیلو یو ټانګ هم وو، چې اور یې اخیستی چې له امله یې د کابل بای خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د برید ځای ته نېږدې پنځو نورو بریدګرو هم ځانونه غلي کړي و او غوښتل یې پر یاد کمپ برید وکړي، خو د ځانګړو پولیسو وژل شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي د برید پر مهال د ګرین ولیج کمپ ۴۰۰ بهرني کارکوونکي په خوندي توګه د پولیسو له خوا ایستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پلټونکي او ژغورنکې ډلې عملیات نن سهار پنځه بجې پای ته رسېدلي او د پېښې ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون قندوز ولایت کې هم د شاهرا پولیسو په یوه ټولي باندې موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه راز پکتیا مرکز ګردیز کې بیا یو پلی ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا  وژل شو.

د کندوز د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی خو د کابل د برید په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي