د هند لومړی وزیر نریندرا مودي مسکو ته روان دی او ټاکل شوې، چې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجی ګوهال پرون دوشنبې د وږي ۱۱ مه په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې هند د افغان سولې د روانو خبرو هر اړخیز ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.
د هغه په وینا هند د سولې پروسې د هغو خبرو ملاتړ کوي، چې مالکیت او رهبري یې د افغانانو په غاړه وي او کولی شي افغانستان ته تل پاتې سوله او ثبات راولي.
ګوهال وايي، هند به ټولو هغو مذاکراتو او کنفرانسونو کې برخه اخلي، چې افغانستان کې د ترهګرۍ د فعالیت ختمولو، دایمي سولې ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب ګرځي.
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا هم و ویل، چې روانه اونۍ به لومړي وزیر نریندرا مودي روسیې ته ولاړ شي او د افغانستان د سولې پر مسئله هم ښايي له ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل