کندهار کې د واده مراسمو ته نږدې دوه ځانمرګي بریدونه شوي

12 سنبله 1398 ساعت 9:12

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوه واده سیمې ته نېږدې دوه ځانمرګي بریدونه شوي، خو چا ته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوه واده سیمې ته نېږدې دوه ځانمرګي بریدونه شوي، خو چا ته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه( دوشنبې د وږي ۱۱ مه) ماخوستن لس نیمې بجې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د مشګیزو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، دوه تنو ځانمرګو بریدګرو غوښتل په یاده سیمه کې د ملي امنیت د یوه کارکوونکي د کورنۍ د غړو پر واده برید وکړي.

خو په وینا یې بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې ځانونو وړاندې وژل شوي او چاودنه یې کړې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کندهار د عامي روغتیا رياست هم وايي په پېښه کي چاته زيان نه دی اوښتی او نه هم د پېښې له سیمې ټپیان یا جسدونه وروړل شوي دي.

خو د ډنډ امنیه قوماندان ویلي په چاودنو کې یو شمېر ښځې او ماشومان سطحي ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په تېره ورځ کې څلورم ځانمرګی برید دی، چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې تر سره کېږي.

لومړی پرون د پکتیا مرکز ګردیز کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې و وژل شو ورپسې قندوز کې پر امنیتي ځواکونو موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې یو شمېر سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر دې وروسته د پلازمېنې کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند کابل بای سیمه کې یو تراکتور بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي او د برید له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د قندوز او کابل د بریدونو مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی خو د پکتیا او کندهار په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 119979

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119979/

جمهور
  https://www.jomhornews.com