۰

د قندزو جګړه کې د طالبانو عمومي قوماندان وژل شوی دی

سی شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۱
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د قندوز په جګړه کې د دغه جګړې لپاره د طالبانو عمومي قوماندان قاري منصور وژل شوی دی.
د قندزو جګړه کې د طالبانو عمومي قوماندان وژل شوی دی
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د قندوز په جګړه کې د دغه جګړې لپاره د طالبانو عمومي قوماندان قاري منصور وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د وږي ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي قاري منصور د قندوز د کنعان په سیمه کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

افغان پوځ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، او نه هم طالبانو تر اوسه پورې څه ویلي.

باید و ویل شي، چې طالبانو د وږي ۹ مه په قندوز ښار له څلورو لورو بریدونه پیل کړل خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت وروسته یې پښې سپکې کړې.

کورنیو چارو وزارت وایي، د قندوز په جګړه کې ۶۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپیان او یو شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې په جګړه کې د پنځو ملکیانو په ګډون ۲۰ سرتېري هم وژل شوي او دغه راز ۸۵ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي