۰
شنوونکي:

درېیم بن په لار دی، د افغانستان برخلیک به بیا هم بهر کې ټاکل کېږي

سی شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۷
د سولې هوکړې ته د امریکا او طالبانو په نېږدې کېدو او د خلیلزاد له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې د افغانستان په اړه درېیم بن کنفرانس په لار دی او د دغه هېواد برخلیک به یو ځل بیا په بهر کې ټاکل کېږي.
درېیم بن په لار دی، د افغانستان برخلیک به بیا هم بهر کې ټاکل کېږي
د سولې هوکړې ته د امریکا او طالبانو په نېږدې کېدو او د خلیلزاد له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې د افغانستان په اړه درېیم بن کنفرانس په لار دی او د دغه هېواد برخلیک به یو ځل بیا په بهر کې ټاکل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په وروستیو څرګندونو کې ویلي، دوی له طالبانو سره پرنسیب کې هوکړې ته رسېدلي خو لاسلیک یې د ولسمشر ټرمپ موافقې ته منتظر دی.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې امریکا ته سوله لومړیتوب دی نه ټاکنې او په وینا یې که چېرې ټاکنې د سولې پر وړاندې خنډي شي نو دا به ښه کار ونه شي.

د خلیلزاد همدا څرګندونې سیاسي شنونکي هغه ټکی یادوي، چې پر سر یې د افغان حکومت او امریکا تر منځ اختلاف دی، ځکه حکومت ټاکنې غواړي او امریکا لومړۍ سوله.

د سیاسي چارواکو شنوونکي احمد سعیدي په تلېفوني مرکه کې جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې ولسمشر غني او خلیلزاد پر دوه پروسو سولې او ټاکنو مخالف دي، خکه خلیلزاد سولې ته لومړیتوب ورکوي او ولسمشر غني پر ټاکنو ټینګار لري.

نوموړي و ویل که چېرې د تلې میاشتې تر لومړیو پورې د امریکا او طالبانو هوکړه ونه شي، ښایي ټاکنې څو ځلې وځنډېږي او همدا حکومت دوام وکړي.

احمد سعیدي د خپلو خبرو په پای کې دا هم و ویل، چې د ده د معلوماتو پر اساسی د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به د داخلي ډلو په ګډون د افغانستان په اړه یوه نړیواله غونډه (درېیم بن) جوړ او د افغانستان د برخلیک په اړه به په کې پرېکړه وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي