۰

د هلمند په پنځو ولسوالیو کې ولسمشرۍ ټاکنې امکان نه لري

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۵
د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کولو هېڅ امکان نشته.
د هلمند په پنځو ولسوالیو کې ولسمشرۍ ټاکنې امکان نه لري
د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کولو هېڅ امکان نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د ټاکنو ولایتي دفتر په وینا په دغه پنځو ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې ناشونې دي.

د هلمند باغران، دېشو، موسی کلا، نوزاد او خانیشین هغه ولسوالۍ دي، چې د ځايي چارواکو په وینا ټاکنې به په کې تر سره نه شي.

خو سنګین او کجکي هغه ولسوالۍ دي، چې د هلمند د ټاکنو دفتر د چارواکو په وینا ټاکنې به په کې په نظامي اډو کې وشي.

د یاد دفتر عملیاتي مسوول احمد شاه صاحبرزاده وايي، دا مهال په ۸ ولسوالیو کې ۹۳ مرکزونو ته ټاکنیز مواد رسېدلي او د امنیت په اړه یې هم ډاد ورکړل شوی دی.

نوموړی وایي، دا هغه مرکزونه دي، چې دوی په کې د پارلماني ټاکنو لپاره هم نوم لیکنه کړې وه او د ولسمشریزه ټاکنو لپاره یې هم په ولسوالیو کې تقویتي لیکنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې د ټاکنو د امنیت د تامین په موخه په دغه ولایت کې عملیات پیل کړي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا دا عملیات یې ځکه پیل کړي، چې د نهر سراج ولسوالۍ، د هلمند – کندهار د لویې لارې او لښکرګاه ښار ته د ټاکنو په ورځو کې متوجه امنیتي ګواښونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي