پر غزني د طالبانو بریدونه شنډ شوي، افغان ځواکونو پرې ۱۶ هوايي بریدونه کړي

13 سنبله 1398 ساعت 9:29

سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو غوښتل د غزني ښار په کمربندي پوستو بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو یې دغه پلان ورشنډ کړ.


سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو غوښتل د غزني ښار په کمربندي پوستو بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو یې دغه پلان ورشنډ کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي، طالبانو تېره شپه د نوغي او اسفندې له لورو د ښار په کمربندۍ امنیتي پوستو بیدونه پیل کړي، چې د افغان ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.

د هغه په وینا افغان ځواکونو له وړاندې د طالبانو د بریدونو په اړه معلومات تر لاسه کړي و، چې جګړې په پیل سره تر نیم ساعت وروسته طالبان په یوه سیمه کې بند پاتې شول.

نوموړي و ویل، چې د طالبانو له بند پاتې کېدو سره سرم افغان هوايي ځواک پر هغوی ۱۶ ځلې مرګوني هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره یې معلومه نه ده.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې د غزنی اندړو ولسوالۍ کې هم د طالبانو پر یوه هاموي موټر چې له چاوېدونکو توکو ډک وو هوايي بید شوی او له منځه وړل شوی دی.

دی وایي، طالبانو غوښتل د دغه هاموي ټانګ په وسیله په غزني ښار کې خونړی برید تر سره کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه یو وړل شو.

طالبانو تر اوسه د غزني د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 120017

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120017/

جمهور
  https://www.jomhornews.com