۰

د پکتیا د احمد آبا ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د امنیه قوماندان څارمن محمد سرور حسن خېل د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د پکتیا د احمد آبا ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د امنیه قوماندان څارمن محمد سرور حسن خېل د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، قوماندان حسن خېل د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم ویلي، د احمد آباد امنیه قوماندان څارمن محمد سرور حسن خېل تېره شپه (د وږي ۱۲مه) په ګزمه وتلی و.

نوموړي زیاته کړه، شاوخوا لس بجې د یادې ولسوالۍ په سلام خېلو سیمو کې د قوماندان په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې نوموړی له خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی دی.

د یادونې ده، چې قوماندان حسن خېل د لوګر ولایت اوسېدونکی او له تېرو دریو کلونو راهیسې یې د احمدآبا د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کوله.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي