د امریکا مخکنی دفاع وزیر:

پاکستان د نړۍ پر مخ تر ټولو خطرناک هېواد دی

13 سنبله 1398 ساعت 10:55

د امریکا مخکني دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د تند لارې ټولنې او اټومي وړتیا په لرلو سره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی.


د امریکا مخکني دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د تند لارې ټولنې او اټومي وړتیا په لرلو سره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې متس په خپل تازه چاپ کړي کتاب کې زیاته کړې له هغه ټولو هېوادونو چې ده ورسره سرو کار درلود، پاکستان خطرناک دی.

نوموړی وایي، هغه څه چې رامنځ ته کېږي دوی له ټولو خبر دي او که چېرته یوه توندلارې ټولنې سره اټومي وسلې هم اضافه شي، نو پوه به شی، چې موږ ولې د وسلو په ځانګړې ډول د اټومي وسلو د کنټرول په لټه کې یوو.

دغه پخوانی امریکایي جنرال وايي، په اوس وخت کې تر ټولو لوی ګواښ همدا دی.

تر متیس وړاندې هم ځینو نړیوالو چارواکو پاکستان د تندلارو او ترهګرو ډلو او اټومي وسلو په لرلو سره د نړۍ لپاره یو خطرناک هېواد بللی دی.

د چارواکو او شنونکو په وینا د دوی اندېښنه دا ده، چې که پاکستان کې مېشتې ترهګرۍ ډلې اټومي وسلو ته لاس رسۍ پیدا کړي، د نړۍ لپاره به یو ستر خطر رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com