۰

د کابل په وروستي برید کې د رومانیا یو دیپلومات هم وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۵
د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د کابل په وروستي خونړي برید کې د دوی یو لوړ پوړی دیپلومات هم وژل شوي دی.
د کابل په وروستي برید کې د رومانیا یو دیپلومات هم وژل شوی دی
د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د کابل په وروستي خونړي برید کې د دوی یو لوړ پوړی دیپلومات هم وژل شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل بای په سیمه کې په ګرین وېلېج کمپ باندې دوه شپې وړاندې تراکتور بم چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي او دغه راز خلکو ته میلیونه دالر مالي زیان هم اوښتی دی.

دغه وزارت دا هم ویلي، چې د برید پر مهال هلته پنځه نور بریدګر هم و، چې د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي او ۴۰۰ بهرني وګړي له سیمې روغ رمټ را ایستل شوي وو.

خو اوس د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دغه برید کې د دوی یو لوړ پوړی دیپلومات هم وژل شوی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د پېښې په ځای کې د دوی نور دیپلوماتان هم وو، خو له سیمې په خوندي توګه لېږدول شوي وو.

راپورونه وايي کېدای شي، په دې برید کې ځینو نورو بهرنیو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست ویلي یې دي، برید یې د هغه عملیاتو په مقابل کې کړی، چې بهرني او افغان ځواکونه یې په کلیو او بانډو کې تر سره کوي او د دوی په وینا ملکي وګړي په کې وژل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي