د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي یاماماتو وايي، په دغه هېواد کې باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره جدي ګامونه واخستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یاماماتو دغه څرګندونې د کابل وروستي خونړي برید ته په غبرګون کې کړې او دغه برید یې غندلی دی.
نوموړي ویلي، چې لا هم د ملکي تلفاتو لوړه کچه د ملګرو ملتونو لپاره د جدي اندېښنې وړ مسئله ده او باید د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه پورته کړی شي.
د هغه په وینا له ګڼو افغان سیاسیونو او حکومتي چارواکو سره یې کتلي او له دوی یې غوښتي چې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب او په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اقدام وشي.
دغه راز هغه ویلي افغانانو ته په کار ده چې سره متحد شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هدفمند او جدي ګامونه واخلي.
د ملګرو ملتونو استازي په کابل کې د وسله والو طالبانو وروستی برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د ملکیانو وژل او د دوی مالونو ته زیانونه رسول نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.
جمهورخبري آژانس:کابل