۰

خاص اروزګان کې سخته جګړه شوې خو طالبان پر شاه تمبول شوي

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۰
د اروزګان په خاص اروزګان ولایت کې افغان چارواکي او طالبان د سختې جګړې او یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې.
خاص اروزګان کې سخته جګړه شوې خو طالبان پر شاه تمبول شوي
د اروزګان په خاص اروزګان ولایت کې افغان چارواکي او طالبان د سختې جګړې او یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه (د وږي ۱۲مه) د خاص اروزګان ولسوالۍ د سقوط لپاره ډلیز بریدونه پیل کړل.

امنیتي چارواکي وايي، له طالبانو سره جګړه تر نن سهار چهارشنبې پورې دوام درلود، چې په ترڅ کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او د ولسوالۍ د سقوط پلان شنډ شوی دی.

د اروزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد خطاب خنجري وايي، په جګړه کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک هم د افغان ځواکونو مرسته کوله.

امنیه قوماندان تاییدوي، چې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی معلوم چې وروسته به یې معلومات خپاره شي.

نوموړی وایي، دا مهال په خاص اروزګان کې حالت عادی وضع د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده او په مېړانه له ولسوالۍ ساتنه کوي.

په ورته وخت کې ځینې امنیتي سرچینې وایي، د طالبانو په برید کې ۱۵ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

طالبانو بیا د دغه جګړې په اړه ویلي، چې پر ولسوالۍ یې موټر بم برید کړی او ګڼو افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو هم د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي