د داعش د والي په ګډون ۱۵۰ طالبان او داعشیان حکومت ته تسلیم شوي

14 سنبله 1398 ساعت 8:38

ختیځ کونړ ولایت کې د داعش د یوه والي او مهشور قوماندان په ګډون ۱۵۰ داعشیان او وسله وال طالبان حکومت ته تسلیم شوي دي.


ختیځ کونړ ولایت کې د داعش د یوه والي او مهشور قوماندان په ګډون ۱۵۰ داعشیان او وسله وال طالبان حکومت ته تسلیم شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کونړ د چارواکو په وینا دغه طالبان او داعشیان په تېره یوه نیمه میاشت کې له جګړې لاس په سر او حکومت ته تسلیم شول.

په تسلیم شوی وسله والو کې ۱۱۰ تنه طالبان او ۴۰ تنه داعشیان دي، چې په داعشیانو کې د کونړ لپاره د هغوی والي او مشهور قوماندان مولوي عبدالبصیر هم شامل دی.

که څه هم دغه طالبان او داعشیان په تېره یوه میاشت کې تسلیم شوي، خو ورڅخه د وسلو اخیستو او د سولې پروسې سره د یو ځای کېدو مراسم یې پرون چهارشنبې د وږي ۱۳ مه د کونړ مرکز کې نیول شوي وو.

د کونړ مرستیال والي ډاکتر ګل محمد بیدار په دغه مراسمو کې و ویل، چې دا طالبان او داعشیان د حکومت او قومي مشرانو په هڅو له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

ډاکتر ګل محمد بیدار زیاته کړه، چې د حکومت او قومي مخورو په هڅو به ډېر ژر نور طالب او داعش وسله وال هم د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

دی وایي، د سولې پروسې سره په یو ځای شویو کسانو کې د کونړ لپاره د داعش والي مولوي عبدالبصیر هم شامل دی.

نوموړي وویل« مولوی عبد البصیر په کونړ کې د داعش ډلې بنسټ کیښودونکی و. د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل دره کې د چلس نومې یو ځای دی چې د داعش مرکز و د هغې مشر و او وروسته بیا د داعش ډلې د کونړ عمومي مشر یا والي شو.»

مولوی عبد البصیر پخوا د طالبانو سیمه ییز قوماندان و، وروسته داعش ته واوښت او د دغه ډلې لپاره یې کونړ ولایت کې فعایت کاوه.

نوموړی وايي، نور جګړه نه کوي، د یووالي او د افغانانو د امن او ثبات لپاره به کار وکړي.

دغه راز د سولې پروسې سره د یو ځای شویو طالبانو په استازي توب شیخ طالب جان وايي، نوره جګړه نه کوي او هڅه به وکړي چې نور ملګري هم د سولې پروسې ته راولي.

دی زیاتوي، چې جګړه یې وکړه خو هېڅ ګټه یې ونه کړه او نور نه غواړي، چې افغان وژنه وکړي، بلکې غواړي نور مخالفین هم راپخلا او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

طالبانو او داعش ډلې له افغان حکومت سره د دغه وسله والو د یو ځای کېدو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 


د مطلب کود: 120053

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120053/

جمهور
  https://www.jomhornews.com