ټایمز:

امریکا او طالبانو هوکړې ته نېږدې شوي، خو پمپیو یې نه لاسلیکوي

14 سنبله 1398 ساعت 9:08

په داسې حال کې، چې ویل کېږي امریکا او طالبان پر سوله هوکړې ته نېږدې شوي، خو دغه هوکړه لیک به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لاسلیک نه کړي.


په داسې حال کې، چې ویل کېږي امریکا او طالبان پر سوله هوکړې ته نېږدې شوي، خو دغه هوکړه لیک به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لاسلیک نه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټایمز مجلې د باخبره سرچینو له قوله دا خبر ورکړی، چې مایک پمپیو به د سولې هوکړه لاسلیک نه کړي.

دغه مجلې لیکلي، مایک پمپیو ښایي له دې امله دغه هوکړه لاسلیک نه کړي، چې په هغې کې د اسلامي امات کلمه کارول شوې ده.

د مجلې په وینا که مایک پمپیو دغه هوکړه لاسلیک کړي، نو دا د طالبانو په رسمیت پېژندولو په مانا ده، په داسې حال کې، چې امریکا طالبان په رسمیت نه پېژني او نه هم امارات غواړي.

دا خبره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم کابل کې کړې، چې امریکا ته د طالبانو امارات د منلو نه دی.

دغه راز سرچینې زیاته کړې، پمپیو ښایي له دې کبله هم په دې هوکړه لاسلیک ونه کړي، چې هغه پر طالبانو بې باوره دی او دا چې طالبان به په هوکړه عمل وکړي که نه شک لري.

خو دا چې که دغه هوکړه د ټرمپ له خوا تایید شي نو د کوم امریکايي چارواکي له لوري په لاسلیک کېږي، ټایمز مجلې لیکلي، که هوکړه وروستۍ شي ښایي د امریکا له خوا یې زلمي خلیلزاد لاسلیک کړي او یا هم دا چې دواړه لوري به یې په ګډه د یوې اعلامیې په څېر خپره کړي.

په ورته وخت کې مجلې دا هم ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره اوږدې خبرې بای ته رسېدلې او ټاکل شوې ژر تر ژره د ولسمشر ټرمپ له خوا تایید شي.

د سرچینې په وینا همدا چې ټرمپ هوکړه لسالیک کړي، زرګونه امریکايي سرتېري به له افغانستان څخه ووځي او په ځینو سیمو کې به د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي.

مجله زیاتوي، که دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي او لاسلیک یې هم کړي، نو د افغانستان د سولې ستونزې به پر خپل ځای پاتې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120054

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120054/

جمهور
  https://www.jomhornews.com