ملي دفاع وزارت وايي، د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبیدالله له خپلو ۴۵ جنګیالیو سره یو ځای په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک تېره شپه په پلخمري کې د طالبانو پر یوه غونډه برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې د بغلان لپاره د طالبانو والي ملا عبیدالله او ورسره ۴۵ نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز دفاع وزارت وايي، په دې برید کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دفاع وزارت د طالبانو د یوه والي او ۴۵ جنګیالیو د وژلو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې طالبانو له تېرو څلورو ورځو راهیسې تر قندوز وروسته د بغلان په مرکز پلخمري بریدونه پیل کړي دي.
ویل کېږي که څه هم پر پلخمري د طالبانو ډلیز بریدونه مات شوي، خو لا هم د ښار په شاوخوا سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.
په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نشته.
جمهورخبري آژانس:بغلان