۰
هندي رسنۍ:

څلور پاکستاني ترهګر کمانډویان په افغاني پاسپورټ هند ته ننوني

پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
هندي پولیس په هغه څلورو پاکستاني ترهګرو کمانډویانو پسې پلټنې پیل کړې، چې په افغاني پاسپورټونو هند ته داخل شوي او غواړيي بریدونه تر سره کړي.
څلور پاکستاني ترهګر کمانډویان په افغاني پاسپورټ هند ته ننوني
هندي پولیس په هغه څلورو پاکستاني ترهګرو کمانډویانو پسې پلټنې پیل کړې، چې په افغاني پاسپورټونو هند ته داخل شوي او غواړيي بریدونه تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انډیا ټایمز ورځپاڼې ویلي دا ترهګر پاکستانیان دوه اونۍ وړاندې هند ته ننوتي دي او اوس یې پولیسو د نیولو پلټنې پیل کړې.

د سرچینې په وینا پولیسو په همدې خاطر په ګجرات ایالت کې د افغانانو د پاسپورټونو او ځایونو پلټنه پیل کړې او تر اوسه یې په احمد آباد، ودودرا، سورات او راجکوټ سیمو کې ۱۳۰۰ مشکوک افغانان پلټلي دي.

پولیسو ورځپانې ته ویلي کشفي ارګانونو دوه مشکوک افغان تابعیت لرونکي له ځان سره بېولي خو وروسته معلومه شوه، چې دواړه محصلین دي.

هندي چارواکو زیاته کړې، په افغاني پاسپورټ دغه هېواد ته ننوتي ترهګر اصلآ د پاکستان کمانډویان دي او غواړي په هند ک د جشن مراسم په نښه کړي.

د یادونې ده، چې هند کې د ممبۍ د ۲۰۰۸ کال بریدونو نه وروسته د پاکستانیانو پر ضد سخت اقدامات شوي دي او هغه وخت هم هند په کره اسنادو ویلي وو چې دا کسان د پاکستان استخباراتي ادارې ور استولي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي