دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۸ طالبان وژل شوي

14 سنبله 1398 ساعت 11:29

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي افغان ځواکونو دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې عملیات په بغلان، هرات، بدخشان، میدان وردګ، اروزګان، پکتیا، هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې ۱۹۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي، چې یوازې ۱۰۵ تنه یې بغلان کې وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120070

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com