افغان ځواکونو فراه کې د طالبانو یو زندان مات کړی

14 سنبله 1398 ساعت 14:13

سیمه ییز چارواکي وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو فراه ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او په کې بند کسان یې ترې راخوشي کړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو فراه ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او په کې بند کسان یې ترې راخوشي کړي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې افغان او بهرنیو ځواکونو تېره شپه د فراه د بکواه ولسوالۍ د ودود بازار په سیمه کې د طالبانو پر زندان چاپه و وهله.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو زندان مات او په کې ټول زندانیان راخوشي شوي دي.

هغه د زندانیانو د شمېر په اړه معلومات نه درلود، خو وایي، په خوشي شویو کسانو کې نظامیان، سوداګر او ملکي وګړي شامل دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې په عملیاتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه یې معلومات له ملي امنیت او بهرنیو ځواکونو سره دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 120074

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com