رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی شو چې ټسټ کرکټ کې سلیزه کوي

14 سنبله 1398 ساعت 14:26

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې تر منځ ټسټ لوبه روان ده، چې په کې رحمت شاه سلیزه جوړه کړه.


د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې تر منځ ټسټ لوبه روان ده، چې په کې رحمت شاه سلیزه جوړه کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه بنګله دېش په چاټوګرام کې پیل شوې، چې لومړی پانۍ کې یې افغانستان توپ وهنه کوي.

په توپ وهنه کې رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی شو، چې په رسمي نړیوال ټسټ کرکټ کې سلیزه جوړوي او دا ریکارډ په خپل نوم کوي.

نوموړی د سلیزې له جوړولو وروسته په ۱۰۲ منډو وسوځېده خو اصغر افغان چې له رحمت شاه سره یې ښه ملګرتیا او پنځوسیزه وکړه لا هم په میدان ولاړ دی.

د نن په لوبه کې تر دوه نیمو بجو پورې افغانستان ۲۰۴ مندې کړې او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com