لوګر کې هم موټر بم ځانمرګی برید شوی دی

14 سنبله 1398 ساعت 14:37

امنیتي سرچینې وايي، د لوګر ولایت په مرکز کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی دی.


امنیتي سرچینې وايي، د لوګر ولایت په مرکز کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص د برید پخلی کړی ویلي یې دي، برید نن پنشنبې د وږي ۱۴ مه په مرکز پل علم کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندانۍ په دروازه کې شوی دی.

د نوموړي په وینا برید د موټر بم په وسیله شوي، چې مرګ ژوبله هم لري، خو معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن پلازمېنه کابل کې هم یو موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت طالبانو اخیستی ادعا یې کړې، چې برید یې د بهرنیو ځواکونو په یوه کاروان کړی، ۱۲ بهرنيان او ۸ د ملي امنیت کارکوونکی یې وژلي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، د برید قربانیان تر ډېره ولسي وګړي دي او د ولسي وګړو ۱۲ موټر هم زیانمن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 


د مطلب کود: 120076

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120076/

جمهور
  https://www.jomhornews.com