د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه

14 سنبله 1398 ساعت 16:25

د آسیا جام پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې د پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته په لوی توپیر ماته ورکړه.


د آسیا جام پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې د پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته په لوی توپیر ماته ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسیا جام نړیوالې سیالۍ چې سریلانکا کې پیل شوې، افغانستان نن  په کولمبو ښار کې له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ووت.

په لوبه کې لومړۍ توپوهنه افغان ۱۹ کلونو وکړه، چې په ټاکل شویو ۴۷ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۳ هدف وټاکه.

خو د پاکستان لوبډلې ونه شوای کولی، چې دغه هدف پوره کړي، ټوله لوبډله یې په ۷۸ منډو وسوځېدله او لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۸۵ منډو په لوی توپیر سره وبایلله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې شفیق الله غفاري ۳، عبدالله تڼوال، نور احمد او فضل الحق دوه دوه لوبغاړي او جمشید خان یو لوبغاړی وسوځاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 120085

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120085/

جمهور
  https://www.jomhornews.com