د خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شوې دي

16 سنبله 1398 ساعت 8:23

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا قطر ته تللی او هلته یې د طالبانو سره استازو سره بیا خبرې پیل کړې دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا قطر ته تللی او هلته یې د طالبانو سره استازو سره بیا خبرې پیل کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، پرون یې له امریکایي لوري سره د شپې تر دوه نیمو بجو خبرو دوام وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې ماښام مهال ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوی له زلمی خلیلزاد، جنرال مېلر او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس درلود.

که څه هم شاهین په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي د دواړو لورو مجلسونه مثبت و او ښه پرمختګ په کې شوی دی.

قطر کې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ خبرې بیا پر داسې مهال پيلېږي، چې تېره اوونۍ دواړو لورو ترمنځ نهم پړاو خبرې پای ته ورسېدې او خلیلزاد کابل ته راغی.

هغه کابل ته په رسېدو له افغان ولسمشر نورو چارواکو او سیاسیونو سره وکتل او د طالبانو سره د کېدونکې هوکړې په اړه یې معلومات ورکړل، خو د هوکړې متن یې ورته ونه سپاره.

خلیلزاد ویلي و، چې له طالبانو سره پرنسیب کې په څلورو ټکو چې د بهرنیو ځواکونو وتل، له افغانستانه د نه ګواښ پېښېدا، افغاني مذاکرات او اوربند هوکړې ته رسېدلی خو په وینا یې اروبند هغه څه دی، چې بین الاافغاني خبرو کې به پرې بحث وشي.

له افغان چارواکو سره د خلیلزاد د معلوماتو تر شریکولو ولسمشرۍ په غبرګون کې و ویل، چې دوی د سولې دغه ډول تړون په هکله اندېښمن دي او باید نور وضاحت ورکړي.

ویل کېږي خلیلزاد څو ځلې له ولسمشر غني سره وکتل تر څو د هغه قناعت حاصل کړي، خو بریالی نه شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com