امنیتي سرچینې وايي، د افغانستان په کچه د طالبانو یو تر ټولو خطرناک قوماندان او د بدخشان لپاره د دغه ډلې نومول شوی والي وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو دغه والي پرون جمعه د وږي ۱۵ مه په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې قاري فصیح الدین چې د افغانستان په کچه د طالبانو مهم قوماندان او د بدخشان والي وو، د یاد ولایت په وردوج ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
چارواکي وايي، په قاري فصیح الدین په هوايي برید کې د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بدخشان