ملاتره خيل او د حج سرپرست وزير فزيکي شخړه کړې

16 سنبله 1398 ساعت 9:59

د ولسي جرګې پخواني غړي، د هغه دوه وکیلانو وروڼو او دغه راز د کورنۍ نورو غړو د حج او اوقافو له سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب سره لفظي او فزیکي شخړه کړې ده.


د ولسي جرګې پخواني غړي، د هغه دوه وکیلانو وروڼو او دغه راز د کورنۍ نورو غړو د حج او اوقافو له سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب سره لفظي او فزیکي شخړه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لفظي او فزیکي شخړه پرون د ارګ په جامع جومات کې تر لمانځه وروسته رامنځ ته شوې ده.

د حج او اوقافو وزارت دغه پېښې ته غبرګون ښودلی ویلي یې دي، د ولسي جرګې پخواني غړي مولوي تره خېل او د هغه د کورنۍ څو غړو د حج او اوقافو له سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب سره لومړی لفظي او وروسته ان فزیکي شخړه کړې ده.

د وزارت په خبرپانه کې ویل شوي، چې ملا ترخېل او وروڼه یې زور واکان دي او د خپلو ځینو غیر قانوني غوښتنو د منلو لپاره یې له ښاغلي منیب سره شخړه کړې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې د مولوي تره خېل غوښتنې څه وې، خو د مولوي تره خېل دغه عمل سپکاوی بللی دی.

د حج او اوقافو وزارت له ولسمشر غني غوښتنه کړې چې د نوموړي دغه ډول غیر قانوني او له سپکاوي ډکه کړنه وڅېړي.

خو ملا ترخېل تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120118

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120118/

جمهور
  https://www.jomhornews.com