انتونیوګوتریش:

افغانستان لا هم د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري،همکاریو ته دوام ورکوو

16 سنبله 1398 ساعت 11:07

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، افغانستان لا هم د دغه سازمان مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.


د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، افغانستان لا هم د دغه سازمان مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې کړې دي.

دغه راپور چې د یاد سازمان په وېب پاڼه خپرو شوی په کې د افغانستان وضعیت ته کتنه شوې او پر اوسنی وضعیت په کې اندېښنه ښودل شوې ده.

به راپور کې د ګوتریش له قوله راغلي، د دوی موندنې ښيي، چې افغانستان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي، افغانستان کې امنیت وضعیت خراب، د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته، اقتصادي وضعیت کمزوری، فقر او بېکاري ډېره شوې او بشري وضعیت په بد حالت کې دی.

دغه راز په راپور کې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او ویلي یې دي، نا امنۍ او فساد به د ټاکنو په لار کې تر ټولو ستر خنډونه وړي.

ګوتریش په دې راپور کې ټینګار کړي، چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې حضور ولري او له دغه هېواد سره په بېلا بېلو برخو کې خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

ملګري ملتونه پر داسې مهال د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښيي، چې یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې کابو ۱۷ زره ملکي وګړو ته په امنیتي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې افغانستان کې کابو ۱۷ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وزارت زیاتوي، د ۲۰۱۸ میلادي کال له سپټمبر د ۲۰۱۹ تر همدې میاشتې پورې ۳۱۱۰ ملکی وګړي وژل شوي او ۱۳۵۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۳۷۱۷ جنګي پېښو په ترڅ کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو ۱۴۱ ښځې، ۲۹۶۹ نارینه شامل دي او دغه راز په ټپیانو کې ۲۴۱ ښځې او ۱۲۲۷۰ نارینه شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120122

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120122/

جمهور
  https://www.jomhornews.com