دفاع وزارت: ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۷ طالبان وژل شوي دي

16 سنبله 1398 ساعت 11:30

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د وږي ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ ګډ یرغلیز، ۹۱ کمانډويي او ۴۹ هوايي عملیات د طالبانو پر ضد کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه عملیات په بدخشان، بلخ، هرات، فراه، قندوز، غزني، پکتیا، زابل، کندهار، هلمند او اروزګان ولایتونو کې تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ټولټال ۲۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان او ۹ تنه هم ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت وایي، په وژل شویو کسانو کې د بدخشان لپاره د طالب والي قاري فصیح الدین په ګډون پنځه مهم طالب قوماندانان هم شامل دي.

 وزارت زیاتوي، چې د بدخشان وردوج او بهارک کې د عملیاتو پر مهال ۶۷ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي، چې په کې قارري فصیح الدین او درې نور قوماندانان هم شامل دي.

د دفاع وزارت په وینا فراه کې بیا د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ملا انور او ملا عبیدالله په ګډون ۱۱۲ طالبان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.

د هرات په شنیډنډ کې د کمانډو ځواکونو عملیاتو او هوايي بریدونو کې ۲۰ طالبان وژل شوي او دغه راز د قندوز په دشت ارچي، خان آباد او مرکز کې هم ۱۸ طالبان وژل شوي او یو موټر یې له منځه وړل شوی دی.

په ارزوګان کې بیا د هوايي برید پر مهال د القاعده شبکې د ۱۵ بهرنیو وګړو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، درې نیول شوي او درې پتنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزرت زیاته کړې، چې د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او مخامخ نښتې په ترڅ کې ۹ طالبان وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، یو عراده موټر، دوه عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

د بلخ په چهاربولک کې د هوايي عملیاتو پر مهال ۷ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي، خو د زابل شاجوۍ کې بیا ۶ وسله وال وژل شوي، یو عراده موټر او یو عراده موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
 
دفاع وزرت په خبرپاڼه کې د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې هم د پنځو طالبانو د وژل کېدو او څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه راز یې د هلمند په نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې د هوايي او چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ۴ طالبانو د وژل کېدو، ۹ تنو د نیول کېدو، څلور پتڼځایونو او ۱۱ خځو له منځه وړلو پخلی کړی دی.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې بیا یو وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی شودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120125

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120125/

جمهور
  https://www.jomhornews.com