د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه جوړېږي

16 سنبله 1398 ساعت 12:15

ټاکل شوې نن د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.


ټاکل شوې نن د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې غونده به نن شنبې د وږي ۱۶ مه جوړېږي، چې په کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ګډون ولري.

غونده په اسلام آباد کې جوړېدونکې ده او به کې به په سیمه کې د روان وضعیت تر څنګ د ترهګرۍ ضد مبارزې او درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشي.

راپورونه وایي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په همدې موخه اسلام آباد ته رسېدلی دی او غونده کې به ګډون وکړي.

د یاونې ده، چې تر دې وړاندې هم د کابل، اسلام آباد او بېجنګ تر منځ ورته غونډې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com