د آسیا جام په پنځوس اوریزه نړیوالو سیالیو کې افغانستان کویټ ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه او پرلپسې دوهمه بریا یې خپله کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې سریلانکار کې پیل شوې، چې افغانستان نن شنبې د وږي ۱۶ مه له کویټ سره مخ شو.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې کویټ ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د کویټ لوبډلې په ۲۷ اورنو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۸۵ مندې یې وکړې او افغانستان ته یې په پنځوسو اورونو کې د ۸۶ منډو هدف وټاکه.
د لوبې دوهم پانۍ کې افغان لوبډلې په ۱۳ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې له کویټ څخه د ۷ ویکټو او ۲۷ اورونو په توپیر سره وګټله.
افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د تېرې پنشنې په ورځ پاکستان ته هم په لوی توپیر ماتې ورکړه وه، او دا په روان جام کې د افغانستان دوهمه پرلسې بریا ته چې تر لاسه کوي یې او د A ګروپ کې د ۲ پاینټونو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.
جمهورخبري آژانس:کابل