۰

طالبانو پکتیکا کې شپږ تنه خبریالان برمته کړي دي

شنبی ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو شپږ تنه افغان خبریالان د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې برمته او له ځان سره یې بېولي دي.
طالبانو پکتیکا کې شپږ تنه خبریالان برمته کړي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو شپږ تنه افغان خبریالان د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې برمته او له ځان سره یې بېولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد آرین ویلي، دغه پېښه پرون جمعه د وږي ۱۶ مه د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د هغه په وینا شپږ تنه خبریالان چې له بېلا بېلو رسنیو سره یې کار کاوه، پکتیا ولایت ته د یوه سمینار لپاره تللي و، چې د بېرته راتګ پر مهال طالبانو د زرمت ولسوالۍ د بازر په یو کیلومترۍ په سرکۍ سیمه کې له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې وړي دي.

اسدالله صیمیم د یاران رادیو رییس، وهاب د همدې رادیو خبریال، خیرالدین ذکي د کلید رادیو خبریال، الهام د میلمه رادیو خبریال، طارق ذکي د ملي رادیو تلوېزیون خبریال او رووف ذهین د پښتون غږ رادیو خبریال هغه خبریالان دي، چې د طالبانو له خوا برمته شوي دي.

د پکتیکا ولایت خبریالان له وسلوالو طالبانو غواړي چې د بیان ازادۍ ته په احترام دغه خبریالان ژر تر ژره راخوشې کړي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې رسنیو ته خبردارۍ ورکړی و، چې که د دوی پر ضد تبلیغات ونه دروي، په نښه به یې کړي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي