د ولسمشر ویاند:

طالبان سولې ته ژمن نه دي، که هوکړه شوې وایي افغانستان ته به یې بدې پالې لرلې

17 سنبله 1398 ساعت 15:17

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت له لومړي سره پوهېده، چې طالبانو سولې ته هېڅ ژمنتیا نه لري او که چېرې ورسره د سولې هوکړې شوې وايي، هېواد ته به یې بدلې پالې درلودې.


د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت له لومړي سره پوهېده، چې طالبانو سولې ته هېڅ ژمنتیا نه لري او که چېرې ورسره د سولې هوکړې شوې وايي، هېواد ته به یې بدلې پالې درلودې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې صدیقي، چې نن یکشنبې د وږي ۱۷ مه کابل کې یوه خبري ناسته کې خبرې کولې د سولې په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستۍ پرېکړې په اړه و ویل، چې د ټرمپ له ټوېټ وروسته افغان چارواکي له امریکايي چارواکو سره اړیکه کې دي، او د قطر غونډه ځنډول شوې ده.

نوموړي و ویل، چې طالبانو له یوې خوا د سولې خبرې کولې او له بلې خوا یې خونړیو بریدونو او افغان وژنې ته دوام ورکړی و، نو ځکه ورسره خبرې لغوه شوې دي.

د هغه په وینا ولسمشر غنی له لومړي سره په دې پوهېده، چې طالبان سولې ته ژمن نه دی، نو ځکه په ډېر احتیاط سره مخ ته تله او هغه ګواښونو ته ځیر وو، چې د امریکا او د طالبانو تر منځ د هوکړې په صورت کې افغانستان ته متوجه وو.

صدیقي و ویل«د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړې ګڼې نیمګړتیاوې درلودې، که شوی وای، افغانستان ته به یې ډېرې بدې پایلې درلودې.»

د ولسمشر ویاند وایي، طالبان اوس په یوه خطرناکه ترهګره ډله نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او نړۍ ته بدل شوي او د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته هېڅ ژمن نه دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې خبرې به بیا پیل شي که نه او کله به پیلېږي و ویل«د سولې په اړه زموږ موقف له لویه سره واضح دی، د سولې هر ډول پروسه که شروع کېږي باید د افغانانو او افغان دولت په محوریت وي، تر چې هېواد کې تل پاتې سوله راشي.»

د هغه په وینا په هېواد کې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره لومړی اړتیا دا ده، چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي، افغان وژنه ودروي او وروسته بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د ولسمشر ویاند ټینګار وکړ، چې د سولې په هر ډول خبرو کې افغان حکومت او ولس ته جمهوریت، تل پاتې باعزته سوله او د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې سره کرښه ده.

ښاغلي صدیقي و ویل، چې ولسمشر یوې تل باتې او باعزته سولې ته د رسېدو لار کې ژمن دی او دا ثابت قدمي یې هم د هغه څه پر اساس ده، چې په تېره لویه جرګه کې ولس ترې وغوښتل.

هغه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په اړه خپل شخصي نظر څرګند کړ ویې ویل ښه به وي، چې دغه دفتر نور وتړل شي ځکه د سولې لپاره یې هېڅ ګټه ونه کړه.

د هغه په وینا دغه دفتر په ۲۰۱۱ کې جوړ شو او له همغه پیله په کې طالب مشران په ماه عسل پراته و، چې نه یوازې افغان ولس بلکې نړیوالو ته یې هم دوکه ورکړه او اوس د دې وخت رارسېدلی چې وتړل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120170

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120170/

جمهور
  https://www.jomhornews.com