د ټرمپ پرېکړې ته د طالبانو غبرګون:

د مذاکراتو درول به امریکا ته ځاني او مالي زیات کړي

18 سنبله 1398 ساعت 7:32

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سولې مذاکراتو لغوه کولو ته طالبان په غبرګون کې وايي، په دې کار سره به د امریکا ځاني او مالي زیان زیات شي.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سولې مذاکراتو لغوه کولو ته طالبان په غبرګون کې وايي، په دې کار سره به د امریکا ځاني او مالي زیان زیات شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د ټرمپ دغه کړنه به د امریکا سیاست نړۍ ته لړزانده معرفي کړي.

د طالبانو په وینا د هوکړې له لاسلیک وړاندې پر یوه برید عکس العمل ښودل د امریکا د حوصلې ښکارندوی کوي، په داسې حال کې، چې تر دې برید وړاندې امریکا او د هغوی داخلي همکارانو په خپلو ګڼو بریدونو کې سلګونه افغان په شهادت رسولي.

طالبانو په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پرته د بهرنیو ځواکونو له وتلو به پر بل څه راضي نه شي او تر هغه به خپلې جګړې ته دوام ورکړي، تر چې ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

د یادونې ده، چې ټرمپ پرون له طالبانو سره د سولې خبرې او دغه راز په کمپ ډوېډ کې له طالب مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه لغوه کړه.

ټرمپ وايي، دواړه پروسې یې کابل کې د طالبانو د وروستي برید په غبرګون کې، چې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ نور کسان و وژل شول لغوه کړې دي.

نوموړي لیکلي« متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زموږ یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ووژل شول.»

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغو کړل.

نوموړي د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي:«څه ډول کسان بیشمیره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟»

د امریکا ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه خراب کړ.

هغه ویلي، طالبان نشي کولای د سولې دغو ډیرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بیګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو "معنی داره" موافقت لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.

د ټرمپ له خوا طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته افغان دولت وايي، افغان ولس او حکومت باعزته او تل پاتې سوله غواړي، خو د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په داسې حال کې، چې افغان حکومت او ولس سولې ته ژمن دی، خو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالۍ او افغان وژنه د دې لامل شوه، چې د سولې په لار کې خنډ رامنځ ته شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي« موږ تل ټينګار کړی، چې واقعي سوله هله راتلای شي، چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.»

سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان دولت د سولې د طراح مدافع او تطبیق کوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو په محوریت او د افغان دولت په مالکیت د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسوولیت ګڼي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان  دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان دولت د روان کال د میزان په ۶مه نېټه د جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120175

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120175/

جمهور
  https://www.jomhornews.com