د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

که طالب چلند بدل نه کړي د سولې خبرې نه کوو، پوځي فشار به زیات کړو

18 سنبله 1398 ساعت 7:48

د ټرمپ له لوري د طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که طالبان خپل چلند بدل نه کړي، د سولې خبرې به ورسره ونه شي، بلکې پوځي فشار به زیات کړو.


د ټرمپ له لوري د طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که طالبان خپل چلند بدل نه کړي، د سولې خبرې به ورسره ونه شي، بلکې پوځي فشار به زیات کړو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه څرګندونې پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه له اې بي سي تلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمب له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلېدو امکان بېخي رد کړی نه دی، خو که طالبان خپل چلند بدل نه کړي، مذاکرات ورسره نه کېږي او پوځي فشار به له سره پرې زیات شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمرپ لا له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې او امریکا به له افغان ځواکونو سره چې ډېر قوي جګړه کوي، خپله همکاري بنده نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره ویلي، که طالبان ښه چلند ونکړي او پر هغو ژمنو، چې له څو اونیو او په ځینو برخو کې له څو میاشتو راهېسې یې موږ ته راکړي، عمل ونکړي، ولسمشر به فشارونه کم نه کړي.

پمپیو زیاته کړې«خلیلزاد کور ته راځي، زه تمه لرم چې طالبان خپل چلند بدل کړي او هغو مسلو ته چې په اړه مو یې د میاشتو لپاره خبرې کړې وې بیا ځان ژمن کړي، او په پای کې هیله لرم چې د خبرو اترو د لړیو له لارې مسله آواره شي او تمه لرم چې طالبان حاضر شي له افغان حکومت او تر هغه وروسته له ولسمشرغني سره وویني.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر ټرمپ پرون له طالبانو سره د سولې مذاکرات او په کمپ ډېوډ کې له طالب مشرانو او ولسمشر غنی سره خپلې لیدنې لغوه کړې.

هغه ویلي له طالبانو سره د سولې خبرې او له طالب مشرانو سره یې کتنه ځکه لغوه کړې، چې طالبانو کابل کې د وروستي برید په کولو سره فکر کولو چې دا کار به یې موقف غښتلی کړي، خو خراب یې کړ.

ښاغلي ټرمپ لیکلي« متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زموږ یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ووژل شول.»

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغو کړل.

نوموړي د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي:«څه ډول کسان بیشمیره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟»

د امریکا ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه خراب کړ.

هغه ویلي، طالبان نشي کولای د سولې دغو ډیرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بیګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو "معنی داره" موافقت لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.

خو طالبانو د ټرمپ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، چې په دې کار سره به امریکا تر ټولو زیات ځاني او مالي زیان وویني.

طالبانو پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د ټرمپ دغه کړنه به د امریکا سیاست نړۍ ته لړزانده معرفي کړي.

د طالبانو په وینا د هوکړې له لاسلیک وړاندې پر یوه برید عکس العمل ښودل د امریکا د حوصلې ښکارندوی کوي، په داسې حال کې، چې تر دې برید وړاندې امریکا او د هغوی داخلي همکارانو په خپلو ګڼو بریدونو کې سلګونه افغان په شهادت رسولي.

طالبانو په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پرته د بهرنیو ځواکونو له وتلو به پر بل څه راضي نه شي او تر هغه به خپلې جګړې ته دوام ورکړي، تر چې ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120176

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120176/

جمهور
  https://www.jomhornews.com