۰
د امریکا د امنیتي مطالعاتو د مرکز رییس:

طالبان په خپلو ژمنو وفا نه کوي، امریکا باید پر پلانونو له سره کتنه وکړي

دوشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۴
د امریکا پخواني نظامي او په دغه هېواد کې د امنیتي مطالعاتو د مرکز رییس جیم هانسون وايي، امریکا باید په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره پر خپلو پلانونو له سره کتنه وکړي.
طالبان په خپلو ژمنو وفا نه کوي، امریکا باید پر پلانونو له سره کتنه وکړي
د امریکا پخواني نظامي او په دغه هېواد کې د امنیتي مطالعاتو د مرکز رییس جیم هانسون وايي، امریکا باید په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره پر خپلو پلانونو له سره کتنه وکړي.

د جمهور د خبر له مخې جیم هانسون په یوه مقاله کې لیکلي، طالبان د سولې او هوکړې کومه مخینه نه لري، نو دا تمه ترې، کول چې په خپلو ژمنو د وفا وکړي، لرې خبره ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو او امریکا خبرې پایلې ته و نه رسېدې او اوس د دې وخت دی چې امریکا په افغانستان کې د روان وضعیت د کنټرول لپاره پر اغېزناکو پلانونو کار وکړي.

د هغه په وینا موثر او پلان شوي نظامي ګامونه کولی شي، په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره لار هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ له خوا د طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، که طالبان په خپل چلند کې بدلون ونه کړي او کړې ژمنې عملي نه کړي، خبرې ورسره نه کېږي او پوځي فشار به پرې زیات شي.

ټرمپ ویلي تمه ده، چې طالبان خپل کړه وړه بدل کړي تر څو خبرې بیا پیل او د خبرو له لارې د افغانستان روانه جګړه پای ته ورسېږي.

هغه دا هم ویلي، چې ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې او امریکا به له افغان ځواکونو سره چې ډېره قوي جګړه کوي، خپلې همکارۍ بندې نه کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر پرون یکشنبې د وږي ۷ مه له طالبانو سره د سولې مذاکرات او دغه راز په کمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو او افغان ولسمشر غنی سره لیدنې لغوه کړې.

هغه ویلي له طالبانو سره د سولې خبرې او له طالب مشرانو سره یې کتنه ځکه لغوه کړې، چې طالبانو کابل کې د وروستي برید په کولو سره فکر کولو چې دا کار به یې موقف غښتلی کړي، خو خراب یې کړ.

ښاغلي ټرمپ لیکلي« متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت ومانه چې په هغه کې زموږ یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ووژل شول.»

ښاغلي ټرمپ ویلي، له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغو کړل.

نوموړي د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي:«څه ډول کسان بیشمیره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟»

د امریکا ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه خراب کړ.

هغه ویلي، طالبان نشي کولای د سولې دغو ډیرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بیګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو "معنی داره" موافقت لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.

خو طالبانو د ټرمپ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، چې په دې کار سره به امریکا تر ټولو زیات ځاني او مالي زیان وویني.
طالبانو پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د ټرمپ دغه کړنه به د امریکا سیاست نړۍ ته لړزانده معرفي کړي.

د طالبانو په وینا د هوکړې له لاسلیک وړاندې پر یوه برید عکس العمل ښودل د امریکا د حوصلې ښکارندوی کوي، په داسې حال کې، چې تر دې برید وړاندې امریکا او د هغوی داخلي همکارانو په خپلو ګڼو بریدونو کې سلګونه افغان په شهادت رسولي.

طالبانو په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پرته د بهرنیو ځواکونو له وتلو به پر بل څه راضي نه شي او تر هغه به خپلې جګړې ته دوام ورکړي، تر چې ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي