ارګ:

د ملا تره خېل او حج د سرپرست وزیر قضیه لویه څارنوالي څېړي

18 سنبله 1398 ساعت 8:46

ارګ وایي، د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا ترخېل محمدي او د حج او اوقافو د سرپرست وزیر تر منځ پېښه شوې قضیه د لویې څارنوالۍ له خوا څېړل کېږي.


ارګ وایي، د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا ترخېل محمدي او د حج او اوقافو د سرپرست وزیر تر منځ پېښه شوې قضیه د لویې څارنوالۍ له خوا څېړل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه ماسپښین د حج له سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب سره وکتل.

په خبر پانه کې ویل شوي، ښاغلي منیب د تېرې جمعې په ورځ د ارګ په جامع جومات کې د ملاتره خېل او د هغه د وروڼو له لوري پر نوموړي د فزیکي برید او سپکاوي جریان ولسمشر غني ته بیان او رسماً یې د دغې پېښې د تعقیب غوښتنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، چې د ولسمشر د لارښوونې سره سم د ولسمشرۍ د عالي مقام دفتر عمومي ریاست له لوري د نوموړي غوښتنه د یوه مکتوب په ذریعه رسماً لویې څارنوالۍ ته راجع شوه.

په خبرپانه کې ویل شوي، په دې مکتوب کې ټینګار شوی، چې لوی څارنوالي دې په دې اړه په صراحت د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بنسټ خپل اجراات وکړي.

دغه راز په یاد مکتوب کې له کورنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې د یوې اوونې په لړ کې دې د مولوي عبدالحکیم منیب ادعاو ته رسیدګي وکړي.

همدارانګه په کتوب کې ویل شوي، چې د پولیسو اړوند حوزه دې په هراړخیزه توګه وارزوي او د یادو ادعاو د اثبات په صورت کې دې د یادې حوزې په مسلکي او کادري برخه کې بدلون راولي.

د یادونې ده، چې د ولسي جرګې پخواني غړي او هغه دوه وکیلانو وروڼو او دغه راز د کورنۍ نورو غړو د د حج او اوقافو له سرپرست وزیر سره لفظي او فزیکي شخړه کړې وه.

دغه لفظي او فزیکي شخړه پرون د ارګ په جامع جومات کې تر لمانځه وروسته رامنځ ته شوې ده، چې د حج او اوقافو وزارت یې هم پخلی کړی وو.

د وزارت په خبرپانه کې ویل شوي وو، چې ملا ترخېل او وروڼه یې زور واکان دي او د خپلو ځینو غیر قانوني غوښتنو د منلو لپاره یې له ښاغلي منیب سره شخړه کړې ده.

په خبرپانه کې دا نه و ویل شوي، چې د مولوي تره خېل غوښتنې څه وې، خو د هغه دغه عمل یې د حج وزیر ته سپکاوی بللی وو.

مولوي ترخېل بیا دغه ادعا ته په غبرګون کې له رسنیو سره دا خبره رد کړې وه، چې کنې د حج له وزیر څخه یې غیر قانوني غوښتنې کړې، بلکې ویلي یې و، هر څه یې چې غوښتي، هغه یې د خلکو لپاره غوښتي، نه د ځان لپاره.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 120180

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120180/

جمهور
  https://www.jomhornews.com