د بغلان ګذرګاه نور ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې

18 سنبله 1398 ساعت 9:29

سیمه ییز چارواکي وایي، د بغلان ولایت ګذرګاه نور ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، د بغلان ولایت ګذرګاه نور ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ولسوالي د تېرې یکشنبې په شپه د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شول.

د ګذرګاه نور ولسوال عبدالحنان وایي، افغان ځواکونو پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه بېرته د دغه ولسوالۍ د نیولو عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې ولسوالي له طالبانو ونیول شوه.

نوموړی زیاتوي، چې په جګړه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي، دوه افغان سرتېري ټپیان او یو سرتېری طالبانو نیولی دی.

طالبانو وړاندې د ولسوالي د نیولو پخلی کړی و، خو د بېرته له لاسه وتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په ځینو شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی چې په ترڅ کې یې ځینې ولسوالۍ لاس په لاس کېږي.

بدخشان، کندوز، بغلان او تخار هغه ولایتونه دي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کې جګړو شدت موندلی دی.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 


د مطلب کود: 120187

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120187/

جمهور
  https://www.jomhornews.com