د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته پاکستاني ویلي، په افغانستان کې روان کړکېچ پوځي حل لار نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه له طالبانو سره د سولې مذاکرات او په کمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو او ولسمشر غني سره لیدنې لغوه کړې.
ټرمپ ویلي د سولې مذاکرات یې ځکه لغوه کړل، چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید کې یو امریکايي سرتېری او ۱۱ تنه نور و وژل.
د هغه په وینا طالبان فکر کوي، چې په بریدونو به دوی امتیازات واخلي، خو دا فکر یې غلت و او خبر یې خرابه کړه، نو ځکه مې خبرې ورسره لغوه کړې.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي.
په اعلامیه کې پر ښکېلو ټولو خواو غږ شوی، چې د سولې د روانې پروسې له لارې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
خبرپاڼه وایي، اسلام اباد تل تاوتریخوالی غندلی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د سولې پروسې ته ژمن پاتې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپل بیان په پای کې ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو انکشافات څاري.
پاکستان پر یو ځل بیا پر داسې مهال د افغانستان د کړکېچ حل لار سیاسي دیالوګ بولي، چې پرون د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي و ویل، چې پاکستان تر اوسه د افغان سولې او جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې کوم عملي اقدام نه دی کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل