واشنګټن خلیلزاد له قطر نه په بېړه ورغوښتی دی

18 سنبله 1398 ساعت 10:13

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د طالبانو سره د مذکراتو تر لغوه کېدو وروسته واشنګټن په بېړه خپل استازی زلمي خلیلزاد له قطر نه ورغوښتی دی.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د طالبانو سره د مذکراتو تر لغوه کېدو وروسته واشنګټن په بېړه خپل استازی زلمي خلیلزاد له قطر نه ورغوښتی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتني مذاکرات او دغه راز په کمپ ډیوېډ کې له طالب مشرانو او ولسمشر غني سره لیدنې لغوه کړې.

ټرمپ ویلي طالبان کابل کې په وروستي ځانمرګي برید کې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ نور کسان و وژل نو ځکه یې خبرې ورسره لغوه کړې.

تر دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو فاکس نیوز ته ویلي، خلیلزاد له دوحې په عاجل ډول وراشنګټن ته وربلل شوی دی.

مایک پمپیو وایي، خلیلزاد یې ځکه ورغوښتی چې په دې فکر وکړو، چې څرنګه له طالبانو سره د سولې مذاکرات بیا مخته وړلی شو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دوحې څخه واشنګټن ته عاجل ور بلل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دې تړاو فاکس نیوز ته تایید کړې ده چې خلیلزاد له دوحې څخه په عاجل ډول واشنګټن ته وربلل شوی دی.

هغه ویلي، که طالبان چلند بدل نه کړي نو خبرې به ورسره ونه شي او پوځي فشار به پرې زیات شي، خو په وینا یې که په مهمو کړیو ژمنو عمل وکړي، ښايي مذاکرات بیا ورسره پیل شي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان جګړه د سیاسي او خبرو له لارې د حل وړ ده او تمه لري، چې طالبان به هم چلند ته بدلون ورکړي او له افغان حکومت سره به د خبرو مېز ته کېني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د سولې په خبرو کې ډېر پرمختګ شوی و وو خو طالبان له خپل حده واوښتل او دا یې هره کړه، چې امریکا تل له خپلو ګټو دفاع کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120193

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120193/

جمهور
  https://www.jomhornews.com