احمد ولي مسعود:

ځینې حکومتي چارواکی هڅه کوي د شهید اوونۍ کمرنګه شي

18 سنبله 1398 ساعت 12:17

د ملي قهرمان احمد شاه مسعود ورور احمدي ولي مسعود وايي، حکومت کې ځینې چارواکي هڅه کوي، چې د شهید اوونۍ کمرنګه کړي.


د ملي قهرمان احمد شاه مسعود ورور احمدي ولي مسعود وايي، حکومت کې ځینې چارواکي هڅه کوي، چې د شهید اوونۍ کمرنګه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې احمد ولي دغه څرګندونې نن دوشنبې د وږي ۱۸ مه د خپل ورور او د ملي قهرمان احمد شاه مسعود د اتلسم تلین په یاده غونډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې حکومت د ملي قهرمان د شهادت ورځې د لمانځنې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی او ځینې کسان هڅه کوي دغه ورځ کمرنګه ښکاره کړي.

د هغه په وینا د حکومت له دې کړنې ښکاري، چې څومره له مجاهدینو سره مینه لري، خو په خبره یې باید پوه شي، چې مجاهدین او مقاومت ګران یو لاس دي او دا ورځ نه شي سبوتاژ کړي.

ده و ویل، چې د شهید اوونۍ اوس په ټوله نړۍ کې په یوه فرهنګ بدله شوې او دا د مجاهدینو او مقاومت والو کړنلاره شي، چې د بې عدالتۍ او له خپلو خلکو د دفاع مبارزې ته به دوام ورکوي.

په دغه غونده کې د ولسمشر غني پیغام هم ولوستل شو او په کې یې احمد شاه مسعود د هېواد د آزادۍ یو له مخکښو مبارزینو څخه او د افغانستان د پایښت لپاره یې ځان قرباني کړ.

ولسمشر غني په خپل پیغام کې زیاته کړې وه، چې شهید احمد شاه مسهود پر سولې او ټاکنو چې ملي پروسې دي باوري و او اوس ټول ولس ته ښایي، چې د هغه فکري ارزښتونه تعقیب کړي.

د ښاغلي غنی په وینا د شهید احمد شاه مسعود او نور ټولو شهیدانو هدف یوازې د ملي یووالي ساتل، له هېواد او خپلې خاورې دفاع او د قانون حاکمیت وو.
 
ښاغلي غني زیاته کړې ده، چې احمد شاه مسعود د ترهګر برید قرباني شو، خو ترهګر لا هم د ملت څخه قرباني اخلي، ولې پر دې باید پوه شي، چې هېڅ ډول ترهګري نه شي کولۍ د افغان ولس اراده کږه کړي.

د یادونې ده، چې احمد شاه مسعود ۱۸ کاله وړاندې د وږي په ۱۸ مه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې شهید کړای شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120202

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120202/

جمهور
  https://www.jomhornews.com