سکاټ مېلر:

د دایمي ثبات تر راتګ پورې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ یو

20 سنبله 1398 ساعت 10:02

افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، دوی به افغانستان ته د سولې او دایمي ثبات تر راتګ پورې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.


افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، دوی به افغانستان ته د سولې او دایمي ثبات تر راتګ پورې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وږي ۱۹ مه کندهار ته د سفر په ترڅ کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې او د خبرو ملاتړي دي، خو په وینا یې له دې سره سره به د وسله والو پر ضد عملیات هم ډېر کړي.

هغه ټینګار کړي، چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات اړین دی او ناټو هڅه کوي، چې د دوی پر وړاندې خپل عملیات لا ډېر کړي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان له افغان ځواکونو د ملاتړ ډېرولو ژمنې تر څنګ ډاډ ورکړي، چې افغانستان کې د دایمي ثبات تر راتګ پورې به د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا د طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي، که طالبان خپله کړنلاره بدله نه کړي، مهمې ژمنې عملي نه کړي، پر وړاندې به یې پوځي فشار زیات شي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان هم ویلي وو، چې په افغانستان کې به د وسله والو طالبانو پر وړاندې خپل عملیات ډېر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 


د مطلب کود: 120229

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120229/

جمهور
  https://www.jomhornews.com