۰

پر طالبانو د هوايي بریدونو زیاتوالی، ۱۳۳ تنه یې وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
ملي دفاع وزارت د وسله والو طالبانو پر ضد د هوایي بریدونو د شدت په ترڅ کې د ۱۳۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
پر طالبانو د هوايي بریدونو زیاتوالی، ۱۳۳ تنه یې وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت د وسله والو طالبانو پر ضد د هوایي بریدونو د شدت په ترڅ کې د ۱۳۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د وږي ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ ګډ چاڼیز، ۹۰ کمانډويي او ۲۹ هوايي عملیات تر سره کړي دي.

دغه عملیات، په تخار، اروزګان، کندوز، پکتیا، ننګرهار، غزني، فراه، بغلان، میدان وردګ، کندهار او پکتیکا ولایتونو کې تر سره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي د تخار در قد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو پر مهال ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه تنه ټپیان او یو عراده نقلیه وسیله یې له منځه وړل شوې ده.

د اروزګان په مرکز او دهراود ولسوالۍ کې بیا د عملیاتو پر مهال ۳۱ طالبان وژل شوي، ۱۲ تنه تپیان او ۱۱۵ کیلوګرامه چاوېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

وزارت وایي، د کندوز ولایت په امام صاحب او خان آباد ولسوالیو کې هم د عملیاتو پر مهال ۲۴ طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي