طالبانو ته د ټرمپ تازه اخطار: سخت بریدونه به درباندې وکړو

21 سنبله 1398 ساعت 9:43

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته په تازه څرګندونو کې پر طالبانو د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته په تازه څرګندونو کې پر طالبانو د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې پرون چهارشنبې د وږي ۲۰ مه د امریکا دفاع وزارت کې د سپټمبر د ۱۸ مې کلیزې په اړه خبرې کولې ټینګار وکړ، چې په وروستیو ورځو کې پر طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

نوموړي ګواښ وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې تر دې سخت بریدونه په لار دي او هغوی د نورو سختو بریدونو انتظار وکړي.

ټرمپ تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې ۹ میاشتنۍ خبرې له دې وروسته لغوه اعلان کړې، چې طالبانو کابل کې یو موټر بم ځانمرګی برید وکړ.

طالبانو په دغه برید کې د یوه امریکايي سرتېري او یوه رومانیايي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه و وژل او ګڼ نور افغانان په کې ټپیان شول.

ټرمپ هغه ویلي و، چې طالبانو فکر کولو په دې ډول بریدونو خپل قوت وښيي او د سولې خبرو کې امتیازات تر لاسه کړي، خو کار یې خراب کړ او خپله کمزروي یې وښوده.

نوموړي ګواښ وکړ، چې که طالبان بیا پر امریکا د برید فکر سر کې ولري نو په داسې ځواک به بریدونه پرې وکړي، چې تر اوسه یې هغوی (طالبانو) ساری نه وي لیدلی.

هغه و ویل«که چېرې هغوی (طالبان) بیا زموږ هېواد ته راشي، موږ به هر هغه ځای ته پسې ورشو، چې دوی هلته دي او له داسې قدرت څخه به ګټه واخلو، چې هېڅ کله یې هغوی ساری نه وي لیدلی، زه د اټومي وسلې له کارولو خبره نه کوم، خو په نور ځواک به یې وځپو.»

ټرمپ د خبرو له لغوه کولو وروسته په یوه بل ټوېټ کې هم ویلي و، چې نور له طالبانو سره د سولې خبرې مړې ښکاري او پر دغه ډلې به بریدونه زیات شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي و، که طالبان خپله کړنلاره بدله نه کړي او د سولې پروسه کې مهمه ژمنه چې اوربند دی عملي نه کړي، خبرې به ورسره ونه شي او پوځي فشارونه به پرې زیات شي.

تر ټرمپ وروسته په منځۍ آسیا کې د امریکا او ناټو عمومي قوماندان جنرال مک کېنزي او دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي و، چې پر طالبانو به بریدونه زیات او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120265

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120265/

جمهور
  https://www.jomhornews.com